په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مقاماتو نن یکشنبه د لړم په ٢٠مه په يوه خبرپاڼه کې اعلام وکړ د دغه وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د ایران سفارت له فرهنګي آتشې دوکتور سید روح الله حسیني سره وکتل
په دې کتنه کې دواړو لوريو د ګرځندوی، فرهنګي او هنري موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د نظرياتو تبادله يې وکړه.
په کابل کې د ایران سفارت فرهنګي آتشې دوکتور حسيني په کابل کې د افغانستان او ایران مشترک هنري او فرهنګي نندارتون جوړولو خبر ورکړ او د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين په مشرۍ يې يوه پلاوي ته ایران ته د سفر کولو دعوت ورکړ.
د ایرنا د راپور له مخې، افغانستان او د ایران اسلامي جمهوریت ګڼ مذهبي، دیني، ژبني او کلتوري مشترکات لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې نږدې اړیکې رامنځته کړې دي.
د پیغام پای/
Your Comment